په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ د جنورۍ په ۲۸مه د منځني ختیځ په اړه د امنیت شورا په علني مجلس کې وویل، چې زور ستونزې نه شي حلولای او هره پوځي ماجرا جويي به یوازې منځنی ختیځ د نابودۍ کندې ته وغورځوي.
فو څونګ وویل، چې د ایران اوسني وضعیت پراخه پاملرنه راجلبه کړې او په منځني ختيځ کې د جګړې ورېځې راټولې شوې او تاوتريخجنه فضا پکې په پرله پسې توګه پراخه شوې. ایران یو خپلواک هېواد دی او د دې هېواد چارې باید د ایرانیانو له لوري په خپلسر وټاکل شي. هغه زیاته کړه، چې چین د ملي ثبات، حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه کې د ایران ملاتړ کوي.
هغه وویل چې چین له ټولو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو د منشور اهدافو او اصولو ته غاړه کیږدي، د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې مخالفت وکړي، او په نړیوالو اړیکو کې د ځواک کارولو یا ګواښ سره مخالفت وکړي. چین هیله لري چې امریکا او نورې اړوندې خواوې به د نړیوالې ټولنې او سیمه ییزو هېوادونو غوښتنو ته غوږ ونیسي، په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات د ودې لپاره به ډیر څه وکړي، او د شخړو له زیاتولو او اور ته د تېل له پاشلو څخه به ډډه وکړي.
فو څونګ وویل چې منځنی ختیځ د همدې سيمې په خلکو پورې اړه لري، نه دا چې د لویو قدرتونو د سیالۍ ډګر شي، او نه هم باید د بهرنیو قدرتونو د جیوپولیتیکي مبارزو قرباني شي. چین لیواله دی چې له نړیوالې ټولنې سره کار وکړي، څو د منځني ختیځ د خلکو خپلواکو انتخابونو ته درناوی وکړي، د سیمې د هېوادونو معقولو اندیښنو ته پاملرنه وکړي او په ګډه په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات د ودې لپاره رغنده رول ولوبوي.



































