د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د جنورۍ په ۲۸مه نېټه په بېجینګ کې د اذربايجان له بهرنیو چارو وزیر جیهون بایرموف سره وکتل.
وانګ يي وویل، رئیس شي جين پينګ تېر کال د اذربایجان له ولسمشر الهام علي اف سره دوه ځلې کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړیکو د ټینګښت اعلان وکړ. ده زیاته کړه چې دواړه خواوې باید د کمربند او لارې د باکیفیته ګډې جوړونې په لارښوونې د دواړو هېوادونو عصري جوړونه وهڅول شي. چین له اذربایجان ملاتړ کوي چې د اسیا د متقابلې همکارۍ او باوري اقداماتو کنفرانس سږنۍ سرمشریزه ترسره کړي.
ښاغلي بایرموف وویل، اذربایجان د نړۍ د پرمختګ، امنیت، تمدن او مدیریت په اړه د رئیس شي جين پينګ له څلورو وړاندیزونو ملاتړ کوي او غواړي د نړۍ مدیریت د ملګرو په ګروپ کې شامل شي. اذربایجان تل د یو چین پېژندلې اصول مراعات کړي او غواړي د تجارت، پانګونې، علمي نوښت، ښوونې او سیلانۍ په شمول ګڼو برخو کې له چین سره همکارۍ او تبادلې نورې پراخې کړي.



































