د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۹مه نېټه په پلازمينه بېجينګ کې د بريتانيې له لومړي وزير کير سټارمر سره وکتل.
شي جين پينګ په دغه ليدنه کې وويل، اوسنی نړيوال حالت پېچلی او بې ثباته دی، چين او بريتانيا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو او د نړۍ د لويو اقتصادونو په توګه بايد د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو او د خپل اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د هڅولو لپاره خپلمنځي خبرې او همکارۍ پياوړې کړي. چين او بريتانيا دواړه د څو اړخيزم او ازادې سوداګرۍ ملاتړ کوي، نوځکه دې په ګډه ريښتينی څو اړخيزم عملي کړي او د نړۍ د حکومتدارۍ د لا عادلانه او معقول سيستم د ایجاد لپاره هڅې وکړي، څو د نړيوال نظم د څو قطبي کېدو لپاره مساوي او منظم بهیر او د نړيوال کېدو لپاره پراخې ګټې رسوونکې او ټول شموله بهیر رامنځته شي.
سټارمر وویل: زه دا ځل له ۶۰ ډېرو سوداګريزو او کلتوري استازو په مشرۍ چين ته سفر کوم او دا اقدام د بریتانيې او چين ترمنځ د همکارۍ د پراختيا ښودنه کوي او همدارنګه له چين سره د همکارۍ د ژورتيا لپاره د بريتانيې د هوډ ښودنه کوي. بریتانيا او چين د نړۍ مهم اقتصادونه او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي دي او دا د بريتانيا لپاره خورا مهمه ده چې په اوسني متزلزل او نازک نړیوال وضعیت کې د متقابل درناوي او باور پر بنسټ له چین سره اوږدمهالې، ثابتې او هراړخيزې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې ټينګوي.
هغه زياته کړه، چې د تايوان مسئلې په اړه د بريتانيې پالیسي نه ده بدله شوې او نه به هم بدله شي. چین په نړیوالو چارو کې مهم رول لوبوي او بریتانيا لیواله ده، چې له چين سره له اقلیمي بدلون او نورو نړیوالو ننګونو سره په مقابله کې همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه نړيواله سوله او ثبات وساتي.



































