د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنورۍ په ۲۹مې نېټې په افغانستان کې د سختو واورو او بارانونو د ناورینونو په پار د افغانستان بهرنيو چارو وزير امير خان متقي ته د تسليت پيغام لېږلی دی.
د افغانستان په مرکزي او شمالي سیمو کې د سختو واورو او بارانونو له امله ګڼ شمېر خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
وانګ يي په پيغام کې پر مړه شويو کسانو خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له خپلوانو سره يې ژوره خواخوږي ښودلې او د تسلیت مراتب يې ورته وړاندې کړي دي او زخميانو ته يې د بېړنۍ روغتيا هیله څرګنده کړې ده.



































