د چين صدراعظم لي چيانګ د جنورۍ په ۲۹مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د برېتانيې له لومړي وزير کېر ستارمېر سره يو ځای د چين او برېتانيې د سوداګرو کمېټې د غونډې په پای مراسمو کې ګډون او ويناوې کړې دي.
په دغو مراسمو کې د چين او برېتانيې د تصديو او سازمانونو څه باندې ۱۱۰کسانو ګډون کړی و.
لي چياګ چين او برېتانيا یو د بل مهم سوداګريز ملګري بللي او په خبره یې، دواړه هېوادونه پراخې ګډې ګټې لري.
نوموړي ويلي، که چين او برېتانيا د متقابل درناوي پر بنسټ پراخې همکارۍ وکړي، نو دواړه هېوادونه به ډېرې ګټې وکړي او نور به هم سمسور شي.
کېر ستارمېر د برېتانيې د صنعتي، سوداګريزو او کلتوري برخو د څه باندې ۶۰ استازو په مشرۍ چين ته سفر کړی دی.
نوموړي ويلي، چې هغوی به د دغه سفر په ترڅ کې د چين په اړه هراړخیز مالومات ولري، د همکاريو زيات فرصتونه به ومومي، برېتانانويانو ته به ګټې ورسوي او د هېواد پرمختګ به پياوړی کړي.



































