د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې سياسي بيورو د جنورۍ په ۳۰مې نېټې غونډه ترسره کړې، چې پکې يې (( د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې، دولتي شورا، د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې، ولسي سترې محکمې او لویې څارنوالۍ د ګوندي ګروپونو د کاري راپورونو او د مرکزي کمېټې د سکريتريت د عمومي وضعيت راپور د اورېدلو راپور )) تر سنجش او څېړنې لاندې يې نيولی دی.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې غونډې مشري کړې ده.


































