د کره شمېرنو پر بنسټ پروسږ ۲۰۲۵م کال کې د چين بهرنۍ پانګونې او همکارۍ ثابت پرمختګ کړی دی. تېر کال په نورو هېوادونو کې د چين له لوري غیر مالي مستقیمه پانګونه ۱۴۵.۶۶ ميلیاردو امریکایي ډالرو ته ورسېده، چې د ۲۰۲۴م کال په پرتله ۱.۳٪ زیاتوالی ښيي. په افریقا، اروپا او آسیا کې يې پانګونه په ترتیب سره ۴۱٪، ۲۰.۹٪ او ۱.۲٪ زیاته شوه، چې په مؤثره توګه یې سیمه ییز اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پرمخ وړلی او نړیوال صنعتي او اکمالاتي زنځیرونه يې ثابت ساتلي دي.
په ۲۰۲۵م کال کې د کمربند او لارې په ګډو ابادوونکو هېوادونو کې د چين له لوري غیر مالي مستقیمه پانګونه ۳۹.۶۷ ميلیاردو امریکایي ډالرو ته ورسېده، چې د ۲۰۲۴م کال په پرتله ۱۷.۶٪ زیاتوالی ښيي. په دغو هېوادونو کې د چين له لوري د نويو پروژو لپاره د لاسلیک شویو قراردادونو ارزښت ۲۵۷.۹۸ ميلیاردو امریکایي ډالرو ته رسېدلی، چې له دغو هېوادونو سره يې د چين د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ د پراختيا او د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ لپاره مثبت رول لوبولی دی.


































