د چین ساحل ساتونکي د جنوري په ۳۰مه د دغه هېواد د هوانګ یان ټاپو په بحري قلمرو او شاوخوا سيمه کې ګزمې وکړې.
د چین ساحل ساتونکي له جنورۍ راهیسې په دوامداره توګه په یادو سيمو کې د قانون پلي کولو ګزمې پیاوړې کړې، چې له مخې يې له قوانینو او مقرراتو سره سم پر غیرقانوني بېړيو اجراآت کړي او د هېواد د قلمرو حاکمیت او سمندري حقونه او ګټې يې ساتلې دي. هغوی دغه راز د فلیپیني کښتۍ د عملې غړو ته چې له کښتۍ څخه اوبو ته لوېدلي وو، د بېړنۍ ژغورنې خدمات وړاندې کړي او د سمندري خوندیتوب او نظم يې ډاډمن کړي دي.



































