د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د الجزاير ولسمشر عبدالمجيد تېبون د جنوري په ۳۱مه نېټه فضا ته د ((الساټ- ۳)) سپوږمکيو د بريالي توغولو په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

په ((الساټ- ۳)) کې دوه سپوږمکۍ شاملې دي. دغه سپوږمکۍ د چين له لوري ډيزاين او جوړې شوي او په عمده توګه به په الجزاير کې د ځمکې د پلان جوړونې او د ناورينونو د مخنيوي او کموالي لپاره وکارول شي.

د ((الساټ- ۳)) سپوږمکيو پروژه په فضايي برخه کې د چین او الجزایر ترمنځ یوه بله بریالۍ همکاري ده.



































