د يوراګوی ولسمشر ياماندو اورسي د فبرورۍ په لومړۍ نېټه بېجينګ ته رسېدلی او چين ته يې په ۷ ورځني سفر پيل کړی دی.
دا له چين څخه د اورسي لومړۍ رسمي ليدنه ده. د ده د سفر په ترڅ کې به د چين دولت رئیس شي جين پينګ ورسره ملاقات وکړي او دواړه خواوې به د چين او يوراکوی ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ژوروالي، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د باکيفيته پرمختګ او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي.


































