«چيو شه» مجلې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پينګ يوه مهمه مقاله، « په پولي چارو کې د چين ځانګړتيا لرونکي پرمختګ د لارې په تعقيبولو سره د پولي پرمختګ د پياوړي هېواد ابادول » خپره کړې.
شي جين پينګ په دې مقاله کې دې ته اشاره کړې، چې د پولي چارو پياوړی هېواد پر قوي اقتصادي بنسټ ولاړ دی، د اقتصاد، ساينس او ټېکنالوژۍ او مجموعي دولتي قوت په برخو کې د نړۍ مخکښ توان لري او د يو لړ مهمو پولي عناصرو خاوند دی. شي جين پينګ دا روښانه کړې، چې د پولي چارو پياوړی هېواد بايد د پيسو، مرکزي بانک، پولي ارګانونو، نړيوال پولي مرکز او د پولي چارو د څار او مديريت په شمول څلورو برخو کې پياوړی توان خپل کړي.


































