د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د راتلونکو صنایعو د توسعې او آینده نګرې برنامه ریزۍ په تمرکز سره د خپلو جمعې مطالعاتو ناسته وکړه.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې ناستې مشري وکړه او د بحثونو او توضیحاتو له اورېدو وروسته يې مهمه وینا وکړه.
ده وویل، چې د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوي پړاو اصلاحات روان دي او پرمختللي تخنيکونه په پر له پسې ډول رامنځته کيږي او ورسره راتلونکي صنايع د چټک پرمختګ په حال کې دي. رئیس شي جین پينګ پر دې ټينګار کړی، چې چين به د قوي هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا په خاطر دغو چارو ته په درنه سترګه وګوري او د واقعي شرايطو پر بنسټ به د غوره والي په کارولو سره د راتلونکو صنايعو د مخکښو برياليتوبونو لپاره هڅې وکړي.
د چين د معلوماتو او مخابراتو اکاډمۍ کارپوه يو شياو هوې د دې مسئلې په اړه راپور او اړوند کاري وړانديزونه وړاندې کړي دي. د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړو په دقیقه توګه راپور اورېدلی او ورباندې يې بحثونه کړي دي.
شي جين پينګ د راپور او بحثونو له اورېدولو وروسته وينا کړې. ده ويلي، چې د راتلونکو صنايعو پرمختګ د ساينس او ټېکنالوژۍ او صنايعو د مخکښ ځای او د پرمختيا د ابتکاري حق په نيولو کې مثبت رول لوبوي، د نوي کيفيت د توليدي قوتونو او عصري صنعتي سيسټم د ابادۍ لپاره ګټور دی او د خلکو د ژوند د ښه والي او په هره برخه کې د انساني او ټولنيز پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري.



































