امريکا، ايران او د منځني ختيځ څو هېوادونو د جنورۍ په ۳۱مې نېټې په وار سره د امريکا او ايران د احتمالي مذاکراتو په اړه معلومات ورکړي دي.
ایا امريکا او ايران په مذاکراتو بوخت دي؟ جنګي ګواښ لرې شوی؟
امريکا او ايران د خبرو اترو نيتونه ښودلي، خو د کارپوهانو په اند، د واشنګټن” غوښتونکې بيه“ ډېره لوړه ده، نو له همدې امله د دواړو هېوادونو د مذاکراتو احتمالي پايله د خوشبينۍ وړ نه ښکاري او پر سيمې اوس هم جنګي سيوری غوړېدلی دی.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په ۳۱مې نېټې څو ځایه رسنيو ته ويلي، چې ايران ورسره ” اوس په خبرو اترو بوخت دی“ او له امريکا سره ”جدي خبرې“ کوي.
نوموړي ويلي، امريکا نيت لري چې له ايران سره د خوښۍ وړ تړون رامنځته کړي، خو تهران باید د اټومي وسلو د نه لرلو تضمين ورکړي. د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خبره، امريکا وړاندې ايران ته د تړون د رامنځته کولو اخري نېټه ورکړې او نه غواړي چې زورزياتی وکاروي.
د ايران ولسمشر معسود پزشکيان په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې ډيپلوماتيک چلند يې د هېواد لومړی انتخاب دی او په خبره یې، جنګ نه يوازې د ايران، بلکې د امريکا او ټولې سيمې لپاره هم ګټور نه دی. نوموړي په ورته وخت کې دا هم ويلي، چې ډيپلوماتيک تماس بايد د مساواتو پر بنسټ او له زور او ګواښونو لرې وي.
د سيمې څو هېوادونو د امريکا او ايران د خبرو اترو لپاره ښه فضا برابره کړې ده.
د قطر لومړی وزير محمد بن عبدالرحمان الثاني په همدې ورځ ايران ته تللی او هيله يې ښودلې چې په ډيپلوماتيکو لارو چارو د امريکا او ايران ترمنځ اختلافات لرې شي.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي په همدې ورځ له ايراني سيال سره په ټليفوني خبرو کې ويلي، چې هېواد به یې د مذاکراتو مېز ته د امريکا او ايران د بېرته راګرځېدو په پار دوامدارې هڅې وکړي.
ايا امريکا او ايران د خبرو نيتونه لري؟
ډ ټرمپ حکومت پر ايران د پوځي بريدونو په اړه اندېښنه لري. ځکه د ايران ځوابي بريدونه ممکن په جنګي رکود کې د امريکا د لوېدو سبب وګرځي، دغه جنګ به د منځني ختيځ ټوله سيمه ناارامه کړي، پر نړيوال اقتصاد به سختې منفي اغېزې وکړي او د امريکا اقتصاد ته به هم ډېر زيانونه ورسوي.
د امريکا د خبري رسنيو په تحلیل، د واشنګټن ”د ۲۰۲۶م کال د ملي دفاع ستراتيژۍ“ راپور، چې د ټرمپ حکومت په دې وروستيو کې خپور کړی، له منځني ختيځ څخه د امريکا د ستراتيژيک شاتګ د نيت څرګندويي کوي. که د ايران په مقابل کې د امريکا احتمالي پوځي عمليات چټک او پرېکنده برياليتوب تامين نشي کړای، نو حکومت به يې پر پوځي چلند محتاطه رويه غوره کړي.
د کارپوهانو په نظر، امريکا او ايران د ذروي توان په شمول څو موضوعاتو کې سخت توپيرونه لري او دا به احتمالي خبرو ته زياتې ستونزې جوړې کړي. په بله ژبه دا به د ټرمپ لپاره ډېره ستونزمنه وي، چې له ایران سره د خوښۍ وړ تړون رامنځته کړي.
د معلوماتو له مخې، امريکا په اټومي مسئله کې له ايران څخه درې غوښتنې لري: ايران بايد ذروي وسلې جوړې نه کړي، يورانيوم بايد غني نه کړي او غني شوي يورانيوم هم بايد لرې کړي.
ايراني چارواکو تل پر دې ټينګار کړی، چې هېواد يې د اټومي وسلو په لټه نه دی، خو د ذروي انرژۍ د سوله ييزې کارونې حق لري او په ورته وخت کې يې ذروي حقونه او د باليستيک توغنديو پلان خپل نه بدلېدونکی دريځ بللی دی.
که څه هم د امريکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو څرک لګېدلی، خو منځنی ختيځ لا هم تر جنګي سيوري لاندې دی. کارپوهان اوس هم د امريکا او ايران ترمنځ د پوځي شخړې امکانات ډېر یادوي.
د ايران لوی مشر ایت الله سید علي خامنه ای د فبرورۍ په لومړۍ نېټې خبرداری ورکړی، که امريکا جنګ پيل کړي، نو دا به ټوله سيمه په جګړه کې ښکېله کړي.



































