د فبرورۍ دوهمه د لندو ځمکو نړیوالې ورځې سره برابره ده. د چین د ځنګلونو او څړځایونو ملي ادارې په همدې ورځ یو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په وروستیو کلونو کې په دغه هېواد کې د لندو ځمکو د ساتنې او بیا جوړونې کارونه پیاوړي شوي دي.
يادې ادارې په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې د چین د لندو ځمکو مساحت په اسیا کې لومړی او په نړۍ کې څلورم ځای لري.
خبرپاڼه وايي، په چین کې لندې ځمکې په دوو لارو ساتل کېږي، چې ځینې مهمې سیمې يې په ځانګړي ډول اداره کېږي او ځينې لندې ځمکې يې بیا په بېلا بېلو ډولونو ويشل او ساتل کېږي.
د لندو ځمکو سیسټم د ځمکنۍ سیارې له ۳ سترو ایکولوژیکي سیسټمونو څخه یو دی، چې مهم ایکولوژیک، ټولنیز، اقتصادي او کلتوري ارزښت لري.
چین په وروستیو کلونو کې د لندو ځمکو د ساتنې قانوني چارې پیاوړې کړي او د مدیریت سیسټم یې بشپړ کړی دی.
د چين حکومت په کور دننه ۲۱ ولایتونو کې د لندو ځمکو د ساتنې ځانګړي مقررات جوړ یا نوي کړي دي.



































