په امریکا کې د چین سفارت د جنورۍ په ۳۱مې نېټې «د چین او امریکا د ځوانانو د پسرلني اختر ګډه مېله» په سرلیک يو فعالیت ترسره کړی دی.
په دغه فعالیت کې د چین سفیر شې فېنګ، د هغه مېرمنې وانګ دان، د امریکا له واشنګټن او د دغه هېواد له څه باندې شلو ایالتونو څخه ورغلو ځوانانو او چیني محصلینو په ګډون کابو ۵ سوو کسانو برخه اخيستې وه.
په دغه فعالیت کې د چین دودیزې کلتوري نندارې او خطاطي او په کیچۍ د کاغذونو پرېکول او ځيني نور دودیز هنرونه نندارې ته وړاندې شوي، چې امریکایي دوستانو ته یې د پسرلني اختر خوندوره فضا برابره کړې وه.

په همدغه فعالیت کې يو لنډ فلم «په فلمونو کې چین ته سفر» او د چین میډیا ګروپ د اس کال د پسرلني اختر د هنري نندارې وېډیو هم نندارې ته وړاندې شوي او د فعالیت ګډونوالو د اختر د خوښۍ توده فضا احساس کړې ده.



































