د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنيو چارو دفتر مشر وانګ یي د فبرورۍ په لومړۍ نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې د روسیې د فدراسیون د امنیت شورا له سکرتر سيرګي شویګو سره لیدلي او ستراتیژیکې خبرې یې ورسره کړې دي.

وانګ یي چين ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین استازي شویګو ته ښه راغلاست ویلی دی.
نوموړي ويلي، اوسمهال نړۍ له لا ډېرې بې ثباتۍ او پېچلتیا سره مخ ده او چین او روسیه د سترو هیوادونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو په توګه مسئولیت لري چې څواړخيزم عملي کړي او د ملګرو ملتونو په مرکزيت نړیوال سيسټم وساتي.
وانګ یي ویلي، چین چمتو دی چې له روسیې سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې موافقې پلې کړي او په نوي کال کې د چین ـ روسیې اړیکو ته نوی پرمختګ ورکړي.

شویګو ویلي، روسیه د يو چین پېژندنې پر اصل ټينګار لري او د جاپان د «بیا پوځي کېدو» د چټکو هڅو کلک مخالفت کوي.
نوموړي ويلي، هېواد يې چمتو دی، چې له چین سره متقابلې همکارۍ زیاتې او دوه اړخیزې اړیکې ورسره ژورې کړي، د اړیکو د لوړپوړي پرمختګ بهیر ورسره وساتي او د عادلانه او څو قطبي نړۍ د ابادولو لپاره ورسره ګډ کار وکړي.



































