د روسيې خارجه وزارت د فبرورۍ په ۳مې نېټې پر خپلې وېبپاڼې د دغه هېواد د ۲۰۲۵م کال د ډيپلوماتيکو لاسته راوړنو په اړه مالومات ورکړي او د خبري رسنيو پوښتنو ته د خارجه وزير سيرګي لاوروف کتبي ځوابونه یې خپاره کړي دي.
سيرګي لاوروف ويلي، روسيې او چين په نړيوالو ډګرونو کې خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ پر له پسې پياوړې کړي او مخ په سختېدونکو نړيوالو حالاتو ته يې ثبات برابر کړی دی.
هغه د روسيې او چين د ډيپلوماتيکو تګلارو همغږي په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو د هراړخيز ستراتيژيک مشارکت مهمه تشکيلاتي برخه او لومړيتوب او د نړيوالو چارو د ثبات ارزښتناک عامل بللی دی.
نوموړي چين په نړيواله ټولنه کې د روسيې مهم همکار ياد کړی او په خبره یې، دواړه هېوادونه د ملګرو ملتونو، شانګهای همکارۍ سازمان، برېکس، د شلو هېوادونو ډلې او د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان په شمول څواړخيزو چوکاټونو کې ښه همغږي او همکارۍ لري او ورځ تر بلې یې غځوي.



































