د سعودي عربستان د شهزاده سلطان پوهنتون په کانفوسیوس پوهنځي کې د فبرورۍ په لومړۍ نېټې د پسرلني اختر د نمانځنې فعالیت ترسره شو، چې ګڼو زده کړندويانو پکې برخه اخيستې وه.
د فعالیت ګډونوالو د چين دودیزې جامې پرتن کړې وې او د خطاطۍ او چيني انځورونو په جوړولو او پنځولو کې يې برخه اخيستې وه او د چین د پسرلني اختر او د ختيځ ښکلي تمدن په اړه یې پوره مالومات ترلاسه کړي دي.
په دغه فعالیت کې د چین میډیا ګروپ د اس کال د پسرلني اختر د هنري نندارې وېډیو هم په انګلیسي او عربي ژبو نندارې ته وړاندې شوې، چې د ډېرو ګډونوالو پاملرنه يې راجلب کړې وه.



































