د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر ځانګړې ننداره د تونس په پلازمېنې تونس ښار کې د جنورۍ له ۳۱مې نېټې څخه د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې پورې په يوه هنري فعاليت کې ترسره شوه.
په يادې نندارې کې د چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر د هنري نندارې ټريلر هم خپور شوی او ځايي خلکو ته يې د چين پسرلنی اختر او ځانګړی کلتور يې ورپېژندلی دی.
په دغه فعالیت کې د تونس د بهرنیو چارو وزير محمد علي نتيف او په دې هېواد کې د چين د سفير وان لي په شمول څه باندې ۳۰۰ شخصيتونو ګډون کړی و او د تونس شاوخوا ۱۵۰۰ وګړیو ياده ننداره کتلې ده.



































