د فبرورۍ دوهمه نېټه د چين د پسرلني اختر د ټرانسپورټي مودې لومړۍ ورځ وه.
د چين د ټرانسپورټي چارو کاري دفتر يو لړ اټکلي شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په همدې ورځ په دغه هېواد کې د مسافرو شمېر ۱۸۷ ميليونه او ۹۱۰ زره ښودل شوی، چې دا د تېر کال د پسرلني اختر د ورته شمېر په پرتله ۱۳ سنله زياتوالی ښيي.
شمېري ښيي، په چين کې په همدې ورځ ۱۲ ميليونو مسافرو په اورګاډيو کې، ۶۰۰ زرو مسافرو په بېړيو او ۲ ميليونو او ۱۹۰ زرو مسافرو په الوتکو کې سفرونه کړي، چې دا په جلا جلا توګه د تېر پسرلني اختر د ورته ارقامو په پرتله ۱۵ اعشاريه ۵ سلنه، ۱۲ اعشاريه ۷ سلنه او ۵ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي.



































