د چين د کمونېست ګوند او کومينتانګ ګوند د فکري مرکزونو فورم ”د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د تګ راتګ او همکارۍ لرليد“ د فبرورۍ په ۳مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شو.
په دغه فورم کې د يادو دوو ګوندونو ګڼ شمېر غړو، د تايوان تنګي د دواړو غاړو د سيلانۍ، صنايعو، علومو او ټېکنالوژۍ، طب او د چاپېريال ساتنې په شمول د ځينو برخو استازو، کارپوهانو او عالمانو ګډون کړی و.
دا په تېرې يوې لسیزې کې د يادو دوو ګوندونو لومړی ځل و، چې د يو ميکانيزم په چوکاټ کې يې خپلمنځي نظرتبادلې اعاده کړې دي.



































