د چین د کمونېست ګوند پلاوي په دې وروستیو کې برېتانیې، مالتا، ترکیې، مصر، قرغزستان، ازبکستان، مغولستان او سینګاپور ته سفرونه کړي دي.
دغه ګوندي پلاوي د يادو هېوادونو له حکومتي چارواکو او ګوندي مشرانو سره لیدلي او د ګوندونو، فکري مرکزونو، پارلمانونو، د صنعت او سوداګرۍ ټولنو او رسنیو له استازو سره يې د چین د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د څلورمې عمومي غونډې روحیه او فرهنګي چاري شریکې کړې دي.
د دغو هېوادونو شخصیتونو د چین د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې د څلورمې عمومي غونډې لوړه ستاینه کړې او د چین او نړۍ لپاره یې اهميت لرونکې بللې ده. دوی د چین د لوړې کچې ورخلاصون هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې له چین سره نورې اغېزمنې همکارۍ وکړي او دوه اړخیزې اړیکې ورسره نورې هم ټینګې کړي.



































