د چين دولت رئیس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۳مې نېټې د پلازمېنې بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د يوراګوي له ولسمشر ياماندو اورسي سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږیدلی دی.
شي جين پينګ له اورسي سره په لیدنې کې ويلي، چې چين او يوراګوي د سمندر يوې او بلې غاړې ته پراته دي، خو بیا هم دواړه خواوې نږدې مفکورې لري او خپلمنځي دوستي پالي.
شي جين پينګ په اشارې ويلي، چې چين او يوراګوي د خپلمنځي رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۳۸ کلونو راهيسې د نړيوال وضعيت له بدلونونو سره سره پر متقابل درناوي او همکاريو ټينګار کړی دی.
نوموړي زياته کړې، چې چين او يوراګوي بايد د نوي وضعيت پر وړاندې هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې او دوستي لا ژورې کړي.
شي جين پينګ له يوراګوي ملاتړ کړی، چې د څو اړخيز ميکانېزم « د ۷۷ هېوادونو ډله او چين» د رئيسه هېواد دنده پرغاړه اخلي او په خبره یې، چين به د سراسري جنوب په برخه کې له دغه هېواد سره همغږي پياوړې کړي.
اورسي د خبرو په پيل کې ويلي، چې چين د رئيس شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې لوی برياليبونه ترلاسه کړي دي.
نوموړي هيله ښودلې، چې د چين پنځلسم پنځه کلن پلان به نړۍ ته لا لوی فرصتونه ورسوي.
اورسي د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په اړه د شي جين پينګ مفکوره ستايلې او ويلي يې دي، چې هېواد یې د ملګرو ملتونو د منشور موخو او اصولو ته درناوی لري، پر څواړخيزم ټينګار کوي او د سراسري جنوب ګډې ګټې ساتي.



































