د روسيې يوريشيا ټوډې (Eurasia Today) مجلې په يوې تبصرې کې د شانګهای همکارۍ سازمان د پخواني سرمنشي رشید علیموف په قول ويلي، چې ياد سازمان د امنیتي همکاريو یو نوی ماډل ګرځېدلی دی.
په تبصرې کې ليکل شوي، چې اوسنی نړیوال امنیتي سیسټم په ژورو بدلونونو کې روان دی او د امنیتي مديريت موجود میکانیزم له سختو ننګونو سره مخ دی. ځیني هېوادونه او ډلې پر سیاسي برترۍ باور لري او په خپل سر د کړنو حدود تعریفوي او نړیوال قانون او څو اړخیزم له پامه غورځوي او یا یې په انتخابي ډول کاروي.
په يادې تبصرې کې لیکل شوي، شانګهای همکارۍ سازمان د اجماع، خپلواکۍ، مساوات او يو د بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې د اصولو پر بنسټ جوړ شوی دی. دغه سازمان د واک یو واحد مرکز او مراتب لرونکی جوړښت نلري او دا توان لري چې د ټولو خواوو ګټې همغږې کړي او همکاريو او ګدو ګټو ته يې وده ورکړي.


































