د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر لیو بین او د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ریابکوف د فبرورۍ په ۳مې نېټې په پلازمېنې بيجینګ کې د دواړو هېوادونو د ستراتیژیک ثبات د مشورو نوی پړاو ترسره کړی دی.
دواړو سیالانو د اوسني نړیوال ستراتیژیک ثبات د وضعیت او د وسلو د کنټرول څو اړخیزو مسئلو په اړه د نظريو ژورې تبادلې کړي او اجماع ته رسېدلي دي.
دوی ويلي، اوسمهال نړیوال ستراتیژیک ثبات له سختو ننګونو سره مخ دی او هوکړه يې کړې، چې چین او روسیه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو په توګه، د ستراتیژیکو همکاریو پیاوړتیا ته دوام ورکړي، د څو اړخیزم کلک ملاتړ به وکړي، د وسلو کنټرول د نړيوالو تړونونو او میکانیزمونو صلاحيت او اغیزمنتوب به وساتي او د نړیوال ستراتیژیک ثبات او د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو لپاره به خدمتونه وکړي.


































