د چين دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د زيمبابوې د ازادۍ بښونکې جګړې پخوانيو سرتېرو ته ځوابي پيغام لېږلی دی او چين یې د افريقايي هېوادونو ښه ملګری هېواد ياد کړی دی.
نوموړي ويلي، چين او افریقايي هېوادونه يو او بل ته د درناوي پر بنسټ اړيکې پالي او د عصریتوب نوي پړاو ته داخل شوي دي.
نوی چين یعنې د چین ولسي جمهوریت په ۱۹۴۹م کال کې جوړ شوی او له پيله يې د افريقا د ازادۍ بښونکې جګړې کلک ملاتړ کړی دی. د چين حکومت د ۲۰مې پېړۍ په ۶۰مو او ۷۰مو کالونو کې د زيمبابوې ازادۍ بښونکي سازمان ته مرسته برابره کړې وه او همغه مهال یې د زيمبابوې د ازادۍ بښونکې جګړې سرتېرو ته روزنه ورکړې وه، چې همدا د دواړو هېوادونو د اړیکو په تاريخ کې يوه ښه بېلګه يادېږي.
د چين او افريقا ترمنځ دوستي بايد نوره هم پراخه شي او د عصري توب پر لارې بايد د همکاريو ښه بنسټ جوړ کړي او د لوېديځې نړۍ هغه بېشرمه موخه، چې غواړي د چين او افريقا د خلکو ترمنځ دوستي خرابه کړي، باید شنډه کړي.
د چین او افريقا ترمنځ دوستي په اقتصادي او کلتوري تګ راتګ سره نور هم ټينګه شوې ده.
د نايجريا د یساح ابیولا په نوم يوه جينۍ، چې په يوه چيني شرکت کې کار کوي، اوس د اورګاډي چلونه زده کړې او د ابوجا د ښاري اورګاډي د چلوونکو په ګروپ کې فعال ګډون لري.
د چين د لرې واټن ځغاستې لوبغاړی هه جيې له مسلسلو درېو کلونو راهیسې په کينيا کې په یوې ګډې روزنې کې برخه لري او د افريقا له غوره لوبغاړو سره يو ځای لوبېږي او خپل مهارت پياوړی کوي. هغه د چين په ماراتون لوبې کې لوړ ريکارډ پر خپل نوم کړی دی.
دا ساري د دې ښکارندويي کوي، چې د چينايانو او افريقايانو ترمنځ تګ راتګ د چين او افريقا ترمنځ تفاهم او اعتماد نور هم ژور کړی دی.
شي جين پينګ په پيغام کې دې ته هم اشاره کړې، چې ۲۰۲۶م کال د چين او افريقا د کلتوري تبادلې کال دی او دا په ۲۰۲۴م کال کې د چين او افریقا د همکارۍ فورم بېجينګ سرمشريزې کې ټاکل شوی دی، چې اوس یې د پلان له مخې د کلتوري تبادلو تطبيق روان دی.
چين او افريقا به په روان کال کې د تعليم، کلتور، سيلانيزو چارو، نشراتو، سپورټ، ټېکنالوژۍ او د خلکو ژوند او زرغون پرمختګ په برخو کې څه باندې ۶۰۰ فعاليتونه ترسره کړي، څو د دواړو خواوو د خلکو لپاره د تبادلې پلاټفورم جوړ او د چين او افريقا ترمنځ اړيکې نورې هم ټينګې شي.
يادو فعاليتونو کې به په عمده توګه ۳ برخو ته پاملرنه وشي
۱. د ځوانانو پرمختګ
چين او افریقا به د ځوانانو د متقابلو زده کړو لپاره هڅې وکړي او د دواړو خواوو د عصریتوب د پرمختګ لپاره به مستعد کسان وروزي.
۲. د بېوزلۍ له منځه وړل
چين به له افریقا سره د بېوزلۍ د له منځه وړلو تجربې شريکې کړي او د بېوزليتوب د له منځه وړلو او د تلپاتې پرمختګ په برخو کې به ورسره نورې همکارۍ وکړي.
۳. ټيکنالوژي
چين او افریقا به مصنوعي ځيرکتيا او اټومي تخنيک ته پاملرنې وکړي او د دواړو خواوو د عصريتوب لپاره به تخنيکي خوځنده ځواک برابر کړي.
سږني ۶۰۰ فعاليتونه به د چين او افريقا د خلکو زړونه نوره هم نږدې کړي. د چين او افريقا ترمنځ دوستي د وخت په تېرېدو سره ژوره شوې او د هر کس هڅې به د دواړو خواوو د عصريتوب لپاره خوځنده ځواک برابر کړي.



































