د مرکزي افریقا جمهوریت ولسمشر توادیرا د دې هېواد له پلازمېنې بانګي څخه د چین خلکو ته د نوي کرنيز اس کال مبارکي ويلې ده.
توادیرا ویلي: (( د چین د کرنيز اس کال د رارسېدو په درشل کې، زه د مرکزي افریقا جمهوریت د حکومت او خلکو په استازیتوب وروڼو چینايانو ته د زړه له کومي مبارکي وایم او د چین د سوکالۍ او د دوی د خوښۍ او هوساینې هیله لرم. اس د ځواک، پرمختګ او هڅې سمبول دی، هيله من يم چې چين په نوي کال کې پرله پسې نوې لاسته راوړنې ولري.))
توادیرا ويلي، مرکزي افریقا او چین له اوږدې مودې راهیسې دودیزه دوستي او همکاري پالي او په خبره یې، هېواد به یې له چین سره ګډ کار وکړي، د موجودې سالمې همکارۍ پر .بنسټ به په بیلا بیلو برخو کې ورسره همکاري او تبادلې نورې هم ژورې کړي او ستراتیژیک مشارکت ته به یې پرله پسې پرمختګ ورکړي



































