د شي جين پينګ د کلتوري مفکورې څېړنيز مرکز د ۲۰۲۶م کال غونډه د فبرورۍ په درېيمې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه.
کارپوهان د شي جين پينګ د کلتور مفکوره د مارکسیزم د کلتوري تيورۍ د پراختيا نتيجه او د معاصر چيني کلتور عملي نظري لنډيز یادوي، چې په نوي عصر او نوي مزل کې یې د ايډيالوژيکي او کلتوري کارونو د ترسره کولو، د کلتوري ودې د هڅولو او له کلتوري پلوه د پياوړي ملت د جوړولو لپاره قوي فکري وسله او علمي عملي لارښود چمتو کړی دی.
په دغه غونډه کې د ټولنيزو علومو د څېړنيزو ادارو او پوهنتونونو شاوخوا ۱۰۰ متخصصينو او کارپوهانو ګډون کړی و.



































