د چین میډیا ګروپ د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې د سريزې په نوم ځانګړی فعالیت د فبرورۍ په ۳مې نېټې د امریکا د واشنګټن ایالت د ټاکوما ښار په لینکن منځني ښوونځي کې ترسره شو.
دغه فعالیت د چین میډیا ګروپ او د چینايانو د بهرنۍ دوستۍ ټولنې له لوري په ترتيباتو جوړ شوی او د امریکا- چین د تنګي ځوانانو او زده کړندويانو د تبادلې ټولنې پکې همکارۍ لري.
د چین میډیا ګروپ مشر شېن های شیونګ، په امریکا کې د چین سفیر شیې فېنګ او د چینايانو د بهرنۍ دوستۍ ټولنې مشر یانګ وان مېنګ دغه فعاليت ته وېډیويي ویناوې کړې دي.
شېن های شیونګ ویلي، چې دغه فعالیت له درېو کلونو راهیسې هر کال ترسره کېږي او اوس زیات امریکايان د چین د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره ګوري او له کلتور څخه یې خوند اخلي.
نوموړي ويلي، د چين او امريکا وګړي دې په ګډه د دواړو هېوادونو د اړیکو روښانه راتلونکی جوړ کړي او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د ابادولو بهیر ته دې وده ورکړي.
په ۲۰۲۶ کال کې د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري نندارې د سريزې په نوم د چین میډیا ګروپ سږني بهرني لړيز فعاليتونه له دې څخه پيل شوي دي.



































