د امريکا او روسيې ترمنځ د ستراتيژيکو وسلو د کمولو نوی تړون د فبرورۍ په ۵مې نېټې پای ته ورسېد. دغه تړون په ۲۰۱۹ م کال کې د منځني واټن بالستيک توغنديو تړون له بندېدو وروسته د وسلو د کنټرول په اړه د نوموړو دواړو هېوادونو ترمنځ يوازېنی تړون و، چې اوس یې موده پای ته رسیدلې ده. دواړه خواوې تراوسه د دغه تړون يا يې پر ځای د بل پلان په اړه هوکړې ته نه دي رسيدلي او امريکا هم د اړوندو مذاکراتو پيل نه دی اعلان کړی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر په څلورمې نېټې په یوې اعلامیې کې ويلي، چې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۵م کال د ستمپر په ۲۲مې نېټې واشنګټن ته وړاندیز کړی و، چې د ستراتيژيکو وسلو د کمولو نوي تړون د اعتبار مودې تر پای ته رسېدو وروسته لږ تر لږه يو کال کې په رضا كارانه ډول د اړوندو وسلو د شمېر په اړه د دغه تړون ټاکلي مقررات مراعات کړي. خو مسکو تر يادې نېټې پورې د دوه اړخیزو چینلونو له لارې د واشنګټن هیڅ رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی.
دا په دې مانا ده، سپینې ماڼۍ په قصدي ډول د ولسمشر پوتين ياد وړانديز او نظریې له پامه غورځولي. په داسې حال کې روسيې څرګنده کړې، تر يادې نېټې وروسته به د تړون اړخونه د ټاکلو مقرراتو تر پابندۍ لاندې نه وي.
«د ستراتيژيکو وسلو د کمولو نوی تړون» کې څه دي؟
د امريکا او روسیې د ستراتیژیکو وسلو د کمولو نوي تړون کې د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو اټومي وسلو پر شمېرو محدوديتونه لګول شوي دي. دغه تړون په ۲۰۱۰م کال کې د امريکا د وخت ولسمشر بارک اوباما او د روسیې د پخواني ولسمشر دیمیتري میدویدیف لخوا لاسلیک او د ۲۰۱۱م کال د فبرورۍ په ۵مې نېټې نافذ شوی و. په اصل کې دغه تړون ۱۰ کلن اعتبار درلود او لاسليک کوونکو ته پکې اجازه ورکړل شوې وه، چې د اعتبار موده يې تر نورو پنځو کلونو پورې غځولی شي. دغه راز دواړو هېوادونو په ۲۰۲۱م کال کې د مشورو له لارې دغه تړون د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ تر ۵مې نېټې پورې تمديد کړ.
دغه تړون د امريکا او روسیې لخوا د ځای پر ځای شويو اټومي سرګولولو او وړونکو وسايلو شمېر محدود کړی، مګر د اټومي وسلو د زېرمو پر اندازې يې محدودیت نه و لګولی. برسېره پردې، د دغه تړون له مخې د تایید او نظارت میکانیزم هم جوړ شوی و، چې پکې د اټومي سرګولولو ځای پر ځای کولو، له نژدې د دقيق شمېر تفتیشونو، د معلوماتي تبادلو او د توغندیزو ازموینو او د اټومي قوت د بدلونونو په اړه د متقابلې خوا خبرول شامل وو.
د ټافتس پوهنتون پروفیسورې مونیکا ټافټ رسنیو ته ويلي، چې دغه تړون د امريکا او روسيې د اټومي وسله تونونو د شفافيت کچه ډېره لوړه کړې او د ناڅاپي شخړو د خطرونو په مخنيوي کې یې مهم رول لوبولی دی.
د تړون د دوام د ناکامۍ لاملونه څه دي؟
د ستراتیژیکو وسلو د کمولو نوي تړون کې لیکل شوي، چې د دغه تړون د اعتبار مودې غځول د دواړو خواوو سنجش او موافقې ته اړتیا لري. شنونکي د تړون د دوام د ناکامۍ مختلف لاملونه يادوي، چې دلته به یې څو لاملونو ته اشاره ولرو.
۱. د امریکا او روسیې ترمنځ د متقابل باور بنسټ نشته.
د روسیې د اټومي پالیسۍ کارپوه میخایل ټرویتسکي وايي، چې د وسلو د کنټرول همکارۍ د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو پر بنسټ ولاړې وي او که سیاسي اړیکې وشلېږي، نو همکارۍ به هم دوام ونه مومي.
نوموړی وايي، د روسیې او اوکراین د شخړې له پیل وروسته « د امریکا او روسیې د همکارۍ سیاسي بنسټ له منځه تللی دی».
۲. د امریکا د ګواښ په نظريې کې بدلون راغلی دی
ځینې امریکایي کارپوهان پر دې اند دی، چې له غږ د چټکو وسلو په شمول د پرمختللو تجهيزاتو د پراختيا تر اغېز لاندې د امریکا ستراتیژیک چاپېریال بدل شوی او د وسلو کنټرول هغه میکانیزمونه، چې په تېرو وختونو کې یې په عمده توګه د ستراتیژیکو اټومي وسلو په نښه جوړ کړي، یو څه ” متروک ” شوي دي.
ځينو تحلیلونو کې بیا ويل کېږي، چې د وسلو د کنټرول پر میکانیزمونو د امريکا د جمهوريت غوښتونکي ګوند شکونه او د وسلو کنټرول د نوي او څواړخیز میکانیزم د جوړولو په اړه د ټرمپ د حکومت هڅې د ياد تړون د دوام پر وړاندې لوی خنډونه دي.
د روانې پیړۍ له پیل راهیسې د بالیسټیک توغندیو ضد تړون، د منځني واټن بالستيک توغنديو تړون او د پرانیستي اسمان تړون په شمول د وسلو کنټرول او د باور جوړونې میکانیزمونه، چې په امریکا او روسیې پسې تړاو لري، يو پر بل پسې له اعتباره لوېدلي دي. دلته بیا امریکا لومړی هېواد يادېږي، چې له نوموړو تړونونو څخه یې د وتلو اعلان کړی دی.
د ستراتيژيکو وسلو د کمولو نوی تړون د امریکا او روسیې ترمنځ د وسلو د کنټرول وروستی تړون و، چې اوس یې د اعتبار موده پای ته رسیدلې ده. دغه وضعيت د پوځي تجهيزاتو د نوي پړاو سياليو د پيل او د نړیوالې ستراتیژۍ د بې ثباتۍ په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې راپورته کړې دي.
متخصصینو او عامه افکارو له امريکا او روسيې څخه غوښتي، چې د وضعيت د خرابېدو د مخنيوي لپاره د وسلو کنټرول نوي ترتيبات او د باور جوړونې اقدامات چمتو کړي.
د امريکا د ستراتیژۍ او نړيوالو چارو څېړنيز مرکز په يوې مقالې کې د وسلو کنټرول میکانیزم په اوسنۍ متزلزلې نړۍ کې د امنیت مهم بنسټ ياد کړی دی.



































