چين ميډيا ګروپ د فبرورۍ په ۴مې نېټې په بېجينګ کې اعلان کړی، چې مجسم روبوټونه به يو ځل بیا د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر په ماښامنۍ هنري نندارې کې راڅرګند شي او يوه داسې په زړه پورې ننداره به وړاندې کړي، چې کلتوري او تخنيکي ځانګړتياوې به ترې ښکاري.
چين ميډيا ګروپ په همدې ورځ په يوې خبري ناستې کې معلومات ورکړي، چې نندارچيان به د سږ کال د پسرلني اختر په ماښامنۍ هنري نندارې کې له په زړه پورو نڅاوو، اوپرګانو او سندرو څخه خوند واخلي.



































