چين د فبرورۍ په ۵مې نېټې د انټرنېتي پراختيا د احصائيې راپور خپور کړی، چې له مخې يې د تېر ۲۰۲۵م کال تر ډسمبر پورې، په دغه هېواد کې د انټرنېت کاروونکو شمېر شاوخوا ۱.۱۲۵ ميليارډه او د انټرنېټ د پوښښ کچه له ۸۰ سلنې څخه پورته ښودل شوې ده.
راپور وايي، په چين کې د ډيحيتلي چارو پرمختيايي ګټې پراخې شوي، چې دا نه يوازې د ۱۴م پنځه کلن پلان د پام وړ لاسته راوړنې بلل کېږي، بلکې ۱۵م پنځه کلن پلان ته يې يو قوي بنسټ هم برابر کړی دی.



































