د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ د پلازمينې بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي له ځانګړي استازي او بهرنيو چارو وزير لي هوای ترونګ سره ليدلي دي.
شي جين پينګ له نوموړي سره په ليدنه کې ويلي، د چين او ويتنام د کمونست ګوندونو د متقابلو اړيکو پر هغه غوره دود ټينګار کړی، چې متقابلو خواوو ته خپلې مهمې سياسي اجنډاوې خبروي او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملګرو او وروڼو په شان ځانګړې دوستي او د لوړې کچې د متقابل سياسي باور څرګندويي کوي.
شي جين پينګ زياته کړې، چې چين او ويتنام د سوسياليزم د ابادۍ بېلا بېلو چارو ته وده ورکړې او نړۍ ته يې د سوسياليستي نظام حياتي قوت ښودلی. ده زياته کړې چې چين تل له ويتنام سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او له ويتنام سره به د لوړې کچې ګډ توافقات په ښه توګه پلي کړي، خپلمنځي عنعنوي دوستي به لا ټينګه کړې، د بېلا بېلو کچو تبادلې او همکارۍ به ژورې کړي، توپيرونه به کنټرول کړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به هڅې وکړي.



































