د جرمني فدرالي احصایوي ادارې د فبرورۍ په ۶مه نېټه شمېرې خپرې کړې چې له مخې یې، تېر ۲۰۲۵ کال کې د جرمني او چین تر منځ سوداګریز ارزښت ۲۵۳ میلیاردو یورو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۴م کال په نسبت شاوخوا ۲ اعشاریه ۷ سلنه زیاتوالی ښيي. په دې توګه تېر کال چین بیا د جرمني لومړی لوی سوداګریز همکار ګرځېدلی دی.
شمېرې ښيي، چې تېر کال جرمني له چین څخه د ۱۷۱ میلیارده ۲۰۰ میلیونه یورو په ارزښت توکي وارد کړي او پر چین یې د ۸۱ میلیارده ۸۰۰ میلیونه یورو په ارزښت توکي ور صادر کړي دي.
د مالوماتو له مخې، چین له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د مسلسلو ۸ کلونو لپاره د جرمني تر ټولو لوی سوداګریز همکار و. خو ۲۰۲۴ کال کې امریکا دغه مقام خپل کړ.



































