د چين او عربي هېوادونو تر منځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د جوړېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت، د چين مېډيا ګروپ د عرب ليګ له سرمنشي احمد ابوالغيط سره ځانګړې مرکه وکړه.
ښاغلي ابوالغیظ ويلي چې عرب ليګ د هغو لومړنيو سيمه ييزو سازمانونو څخه دی چې د کمربند او لارې د ابادۍ پلان ملاتړ کوي. چين هېڅکله د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او هم په همکاريزو اړيکو کې کومې يو اړخيزې غوښتنې نه لري، يوازې د مساوات او اخلاص پر بنسټ د ملګرتيا هيله لري.
نوموړي د چين او عربي هېوادونو د دوهمې سرمشريزې د ترسره کولو او چين کې د لا زياتو عربي مشرانو د ټولولو تمه څرګنده کړه.



































