د ۲۰۲۶ کال لپاره په دوبۍ کې د نړیوالو چیني اوسېدونکو هنري ننداره او د عربي متحده اماراتو کې د چیني الاصله اوسېدونکو او چینایانو دوولسمه هنري ننداره د فبرورۍ د ۵مې نېټې په شپه په دوبۍ کې ترسره شوه او څه باندې ۳ زره تنو پکې ګډون کړی دی.



د چین د کرنیز اس کال په مناسبت د چین مېډیا ګروپ د هنري نندارې تړیلر هم دغې نندارې ته وړاندې شو او د چیني او بهرني نندارچیانو ډېر خوښ شوی و.


د چین، امریکا، فرانسې او هسپانیې څخه راغلو چیني هنرمندانو په یاده ننداره کې رنګارنګ په زړه پورې نمایشونه وړاندې کړي دي.



































