د سربيا په پلازمېنې بلګراد کې د فبرورۍ په څلورمې نېټې ((د پسرلني اختر د هنري نندارې سريزه، ټوله نړۍ هنري ننداره ګوري)) ځانګړی فعالیت ترسره شو.
دغه فعالیت د چین میډیا ګروپ، د سربيا کلتور وزارت، په دغه هېواد کې د چين سفارت، په بېجینګ کې د سربيا سفارت، په بلګراد کې د چين کلتوري مرکز او د کمربند او لارې انسټيټيوټ لخوا په ګډه جوړ شوی و، چې پکې څه باندې ۳۰۰ کسانو برخه اخیستې وه.



































