د فبرورۍ په ۶مه نېټه، د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې د سريزې په نوم د پېژندنې فعاليت په اديس ابابا کې د افريقايي ټولنې په مقر کې تر سره شو، د افريقايي ټولنې د کميټې رئيس محمود علي يوسف دغه فعاليت ته د مبارکۍ ليکلی پيغام واستاوه، د چين د مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ دغه فعاليت ته ويډيويي وينا وکړه.
ښاغلي يوسف په خپل ليکلي پيغام کې د نوي پسرلي د رارسېدو په درشل کې د افريقايي ټولنې په استازيتوب چينايانو ته د زړه له کومې مبارکي وويله.
د اتوپيا هنري ډلو په دې فعاليت کې کلاسيکې چيني سندرې او دوديزې نڅاګانې ترسره کړې. ميلمنو د چين د پسرلني اختر دودونه او خوندور خواړه هم تجربه کړل.



































