د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۵مه نېټه مېرمن لاورا فيرنندېز ته يو پيغام واستاوه او دې ته يې د کستاريکا د ولسمشرې په توګه د ټاکل کېدو له امله مبارکي ويلې ده.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په خپل پيغام کې له کستاريکا سره د چين اړيکو پرمختګ ته زيات ارزښت ورکړی او هيله يې ښودلې چې له ولسمشرې فيرنندېی سره په ګډو هڅو خپلمنځي ستراتيژيک تماسونه او متقابل سياسي باور زيات کړي، په مختلفو ساحو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ پراخې کړي، د يو چين د پېژندنې اصل پر بنسټ دوه اړخيزو اړيکو ته پر له پسې پرمختګونه ورکړي او خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.



































