د چين د مرکزي پوځي کمېسيون لخوا د نوي پسرلي د لمانځنې ننداره د فبرورۍ په ۶مه نېټه ترسره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ دغه ننداره وليدله او تقاعد شويو پوځي کادرونو ته يې د نوي پسرلي مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې.
تقاعد شويو پوځي کادرونو په یوه خوله څرګنده کړه چې دوی به په نوې زمانې کې د چیني ځانګړتیا لرونکي سوسیالیزم د ابادۍ په اړه د رئيس شي د فکر لارښوونې تعقیب کړي، د پوځ د پیاوړتیا په پار به د رئيس شي مفکوره په بشپړه توګه پلي کړي، تر څو د خلکو آزادي بښوونکي پوځ د جوړېدو د سل کلنې موخې د پوره کولو او د دفاعي او پوځي چارو د باکيفيته عصريتوب لپاره مثبت رول ولوبوي.



































