د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شپږ اوریزو سیالیو په لړ کې له ګروپي سیالیو وروسته په نیمه پایلوبه کې سکاټلېنډ ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره پایلوبې ته لار پیدا کړه. افغان لوبډله به په پایلوبه کې له اسټرالیایي لوبډلې سره مخ شي. په نننۍ لوبه کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او سکاټلېنډ ته یې د ۱۲۲ منډو هدف وټاکه. د سکاټلېنډ لوبډلې د یاد هدف په ترلاسه کولو بریالۍ نه شوه او لوبه یې افغانستان ته وبایلله. دغه درې ورځنۍ سیالۍ د ۱۲ لوبډلو په ګډون د هانګکانګ په کوربهتوب ترسره کېږي.































