په هرات کې د ترکیې کونسلګرۍ د افغانانو لپاره د ویزو د صادرولو بهیر په رسمي ډول پیل کړی او د دغه هېواد کونسلي خدمتونه یې فعال کړي دي. د ترکیې کونسلګرۍ مسوولینو د دغه هېواد د جمهوریت د ۱۰۳مې کلیزې په مراسمو کې ویلي، چې له دې وروسته افغانان کولی شي په هرات کې د ویزو اړوند خدمات ترلاسه کړي. په همدې مراسمو کې ځايي چارواکو د ترکیې او د ټیکا ادارې فعالیتونه د هرات په فرهنګي، ښوونیزو، روغتیايي او مرستندویه برخو کې ارزښتناک بللي دي. د ترکیې سرکونسل تزجان قاضي اوغلو ویلي، هېواد یې هڅه کوي افغان سوداګرو ترکیې ته سفرونه اسانه او د ترکي پانګهوالو هرات ته د تګ زمینه برابره کړي، څو د دغه ولایت اقتصادي وړتیاوې وڅېړي.































