د اولمپیک د ۲۵مې دورې ژمنۍ لوبې د فبرورۍ د ۶مې نېټې په شپه د ایټالیا په میلان ښار کې پرانیستل شوې.
د دغو لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې د چین د دولتي شورا غړې شن یي چین هم ګډون کړی و.
شن یي چین د يادو لوبو له پرانیستونکو مراسمو مخکې، د ایټالیې له ولسمشر سرجیو ماتاریلا سره صمیمانه لیدنه کړې، نوموړي ته یې د رئیس شي جین پینګ نيکې هيلې رسولي او د میلان د ژمنیو اولمپیک لوبو د بریالیتوب هیله یې څرګنده کړې ده.
مېرمن شن يي چين د روانې میاشتې په ۷مې نېټې د اولمپیک نړیوالې کمېټې له مشرې کیرستي کوونتري سره هم لیدلي او ويلي يې دي، چې چين به له دغې کمېټې سره د لوړې کچې همکاريو ته دوام او د سپورټ له لارې به نړیوالې سولې او پرمختګ ته وده ورکړي او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره به هڅې وکړي.
کووینټري د اولمپیک له چارو څخه د چین د حکومت له ملاتړ او مهمو خدمتونو مننه کړې او ويلي يې دي، چې اداره یې له چین سره همکاريو ته سترګې په لار ده، چې د اولمپیک روحیه تمرین او پرمخ بوځي او اوسنۍ متزلزلې نړۍ ته مثبت قوت ورکړي.


































