د چين خارجه وزارت د فبرورۍ په ۸مې نېټې د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په یوه جومات کې شوی برید په سختو ټکو غندلی او پر وژل شويو کسانو يې خواشيني ښودلې او د دوی له کورنيو او ټپيانو سره یې همدردي څرګنده کړې ده.
د چين خارجه وزارت ويلي، چې هېواد یې په اسلام اباد کې شوی برید غندي او له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي او د ملي امنيت د ثبات او د خلکو د خونديتوب په پار د پاکستاني حکومت له هڅو ټينګ ملاتړ کوي.



































