چين ميډيا ګروپ او د فرانسې په مارسېلي ښار کې چيني قونسلګرۍ پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۶مې نېټې په دغه ښار کې د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې فعاليت ترسره کړی دی.
د چين ميډيا ګروپ مشر شېن های شيونګ ياد فعالیت ته په وېډيويي وينا کې ويلي، چې د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره به د لړيزو تخنيکي نوښتونو ” 5G+4K/8K+AI“ په رڼا کې او د نړۍ په ۸۵ ژبو خپره شي او کورنيو او بهرنيو کتونکو ته به پکې په زړه پورې کلتوري نندارې وړاندې شي.



































