د برېتانیې ۴۸م ګروپ د فبرورۍ په ۶مې نېټې په لندن کې د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر په وياړ ماښامنۍ مېلمستیا ترسره کړې.
دغه فعالیت د برېتانیې د ۴۸م ګروپ، په دغه هېواد کې د چین سوداګرۍ ټولنې او د چین او برېتانیې د سوداګرۍ شورا لخوا په ګډه جوړ شوی و، چې پکې د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو ټولنو شاوخوا ۵۰۰ کسانو برخه اخیستې وه.
د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او مرستیال صدراعظم هه لي فنګ یاد فعالیت ته د مبارکۍ پیغام لېږلی دی.
په برېتانیې کې د چین سفیر جنګ ځه ګوانګ هم په دغه فعالیت کې ګډون کړی و او د مبارکۍ پیغام یې لوستلی دی.
د پسرلني اختر په وياړ د چين ميډيا ګروپ د هنري نندارې ټریلر په دغه مېلمستيا کې نندارې ته وړاندې شوی دی.



































