ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د بیارغونې لپاره د خپل پلان جزییات د روانې میاشتې په ۱۹مه واشنګټن کې د سولې د بورډ لومړۍ غونډې ته وړاندې کړي. رویټرز راپور ورکړی چې د ټرمپ په مشرۍ په دې غونډه کې به د څه باندې ۲۰ هېوادونو مشران ګډون وکړي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.



































