د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې تر اوسه افغانستان ته ځينو راستنېدونکو ماشومانو هېڅ ډول واکسین نه دی ترلاسه کړی او په خبره یې، دا به د ناروغیو ګواښ ډېر کړي. په راپور کې راغلي، چې لومړنیو روغتیايي پاملرنې د خدماتو وړاندې کولو او د راستنېدونکو ماشومانو د پېژندنې له لارې توانېدلي چې ماشومان د افغانستان په ملي واکسیناسیون سیسټم کې ثبت او واکسین کړي. د راپور له مخې، د افغانستان ملي واکسیناسیون په سیسټم کې د ماشومانو ثبتول او د واکسین کارت ورکول، نه یوازې ماشومان د وژونکو ناروغیو پر وړاندې ساتي، بلکې کورنیو ته هم د روغتیايي خدماتو د غوره لاسرسي زمینه برابروي.




































