د ایران په زاهدان ولایت کې د کانونو د کاریګرو پر لېږدونکي موټر د وسلهوالو کسانو د ډزو په پېښه کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. ایراني رسنیو د دغه هېواد چارواکو له قوله ویلي، چې دغه کاریګر له کان څخه بېرته د کور پر لور روان و، چې لاره کې پرې وسلهوال برید شوی دی.



































