د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې امریکا د ۲۵۰ څخه د زیاتو بار وړونکو الوتنو په ترسره کولو خپل پوځي تجهیزات په اردن، بحرین او سعودي عربستان کې اډو ته لېږدولي او ورته مهال په جنیوا کې له ایران سره د سېشنبې ورځې اټومي خبرو ته په نږدې کېدو سره یې سیمه کې خپل پوځي چمتووالی نور هم زیات کړی دی. امریکا په سیمه کې خپل پوځي حضور په داسې حال کې زیات کړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او ورسره مل پلاوی یې له امریکا سره د اټومي خبرو اترو په دویم پړاو کې د ګډون لپاره جینوا ته تللی. تردې وړاندې ایراني رسنیو خبر ورکړی و، چې هغه د یوه پلاوي په مشرۍ د دغه خبرو د دویم پړاو او «ځینو ډیپلوماتیکو سلامشورو» لپاره جینوا ته روان شوی دی.



































